لوګر کې څلورو ترافیکي پېښو دوه کسان مړه او څلور ټپیان کړي

د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکز پلعلم او څو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څلورو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطانمحمد سنګین ویلي، یادې پېښې د پلعلم ښار اړوند پادخواب شانه او جمعهکلا سیمو، او همدارنګه د خوښۍ، محمداغې او برهکيبرک ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا، ترافیکي پولیس د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي، ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي او د پېښو د څرنګوالي په اړه لازمې څېړنې روانې دي.
مولوي سنګین له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین په جدي توګه مراعت کړي، له چټک او بېاحتیاطه موټر چلولو ډډه وکړي او د خوندي تګراتګ اصول په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې هم په لوګر ولایت کې څو ترافیکي پېښې شوې وې، چې خلکو ته یې مرګژوبله اړولې وه.

