مجاهد: ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال او ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر غځول شوی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پراختیا لپاره ګڼ اقدامات کړي دي.
مولوي مجاهد د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام په درېیم مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، په محرومو او لرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو فعالولو چارې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل هم ۵۰۰ نوي انتنونه فعال شوي دي.
د هغه په وینا، په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او په ټول هېواد کې د مخابراتي شرکتونو، انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو او اترا ادارې له لوري ۲۹۳۲ مخابراتي ټاورونه جوړ شوي دي.
مجاهد وايي، راستنېدونکو هېوادوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو په موخه ۴۹۱ زره او ۱۲۶ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د مخابراتي بازار له لارې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.

