نورالله نوري د یفتل ولسوالۍ د شخړې د څېړنې لپاره بدخشان ته تللی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په مشرۍ یو پلاوی بدخشان ته تللی، څو یفتل ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې شخړه وڅېړي.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، نوري د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په لارښوونه، د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په یفتل ولسوالۍ کې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په شوې شخړه کې یو شمېر ملکي او نظامي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پلاوي د بدخشان والي مولوي امانالدین منصور په ملتیا، له فیضاباد ښار څخه د پېښې د څېړنې لپاره د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر کړی دی.
ملا نورالله نوري ویلي، د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قومپالنه، سمتپالنه او نژادپالنه ځای نه لري او له ټولو خلکو سره یو ډول چلند کېږي.
نوموړي ویلي، د پېښې له بشپړې څېړنې وروسته به عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.
پلاوي هم ځايي خلکو ته ډاډ ورکړی چې موضوع به په جدي توګه وڅېړل شي.

