غزني قرهباغ کې یو کس وژل شوی او یو تن نیول شوی

د غزني امنیه قومانداني وایي، په قرهباغ ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو سړی وژلی دی.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، پېښه تېره ورځ د قرهباغ ولسوالۍ په شاديخان کلا سیمه کې شوې ده.
سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونه له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په تړاو یې یو کس نیولی دی.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

