کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون لپاره لمریز سیستم نصب شو

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون لپاره د ۲۰۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا سیستم نصب کړی، چې ورسره به د روغتون برېښنايي ستونزې راکمې او د مهمو روغتیايي خدمتونو د دوام زمینه برابره شي.

دغه روغتون هر کال له ۲۰۰ زرو ډېر ناروغان درملنه کوي او شاوخوا ۴۰ زره جراحي عملیات ترسره کوي.

تر دې وړاندې د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدو روغتیايي خدمتونه اغېزمن کړي او طبي وسایلو ته یې د زیان خطر زیات کړی و.

د روغتون طبي مشر شفیق‌الله فیضي ویلي، مخکې به د برېښنا پرې کېدو پر مهال له تېلو چلېدونکو جنراتورونو کار اخیستل کېده؛ خو د روغتون ټولو اړتیاوو ته یې کافي برېښنا نه شوای برابرولی.

د نوي لمریز سیستم له فعالېدو سره به د روغتون څراغونه، د هوا سړولو وسایل او مهم طبي تجهیزات په دوامداره توګه فعال پاتې شي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان استازي تورهان صالح ویلي، د دغه سیستم موخه ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو له ځنډ پرته وړاندې کول دي.

نوموړي د روغتیا، زده‌کړو او اوبو په برخو کې د بنسټیزو خدمتونو پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازې وېرونیکا بوسکووېچ پوهار ویلي، دغه پروژه به د روغتیايي کارکوونکو کاري شرایط او ناروغانو ته د خدمتونو کیفیت ښه کړي.

دغه پروژه د «افغانستان د زده‌کړو او روغتیا لپاره د دوامدارې انرژۍ خدمتونو» پروګرام له لارې پلې شوې او د لمریز سیستم درې کلن ساتنیز او تخنیکي ملاتړ هم پکې شامل دی.

د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال اکتوبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په افغانستان کې ۷ زره او ۲۲۹ روغتیايي، ښوونیزو او ټولنیزو مرکزونو ته لمریزه برېښنا برابره شوې، چې ۵ زره او ۵۳۰ یې روغتیايي مرکزونه دي.

له دې پروګرامه تر ۵.۳ میلیونه ډېر کسان، چې شاوخوا ۲.۶ میلیونه یې ښځې دي، ګټه اخیستې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا