غزني کې ۵۰۰ کیلوګرامه روسي بم له منځه یووړل شو

د غزني مسوولین وایي، په قره‌باغ ولسوالۍ کې ۵۰۰ کیلوګرامه روسي بم کشف او په خوندي ډول له منځه وړل شوی دی.

د غزني ولایت پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بم د DRC ماین‌پاکۍ موسسې د DRC-QRT-02 چټک غبرګون ټیم له لوري، د پېښو پر وړاندې مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او ځانګړو عملیاتو کې له منځه وړل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، د OFAB-500 په نوم دغه ۵۰۰ کیلوګرامه روسي بم د عسکرکوټ بازار اړوند د سیر کلي یوه کور په انګړ کې کشف شوی و.

بم له سیمې څخه په خوندي ډول انتقال او وروسته له منځه وړل شوی دی.

مسوولین وایي، د بم له شنډولو سره د سیمې اوسېدونکي له احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیان څخه خوندي شوي او سیمه له یوه جدي ګواښ څخه پاکه شوې ده.

د ماین‌پاکۍ مسوولینو له خلکو غوښتي، چې د ماینونو، ناچاوده مهماتو او نورو مشکوکو توکو له لیدلو وروسته له لمس کولو او نږدې کېدو ډډه وکړي او سمدستي اړوندو ادارو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیان مخه ونیول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا