د ایران د کرنې وزیر د افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا فرصتونه مهم وبلل

د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه افغانستان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او ویلي یې دي چې اوس د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.
نوري قزلجه ویلي، کابل ته وروستی سفر یې «د قناعت وړ» و او د کرنیزو محصولاتو سوداګرۍ او صادراتو د اسانتیا لپاره یو شمېر اقدامات ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې چې ایران او افغانستان ترمنځ د سرې غوښې، چرګانو غوښې او نورو کرنیزو محصولاتو صادراتو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او په دې برخه کې هڅې لا هم روانې دي.
د ایران د کرنې وزیر څو ورځې وړاندې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی و او له اسلامي امارت چارواکو سره یې پر سوداګریزو او کرنیزو موضوعاتو خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم څو ورځې وړاندې ویلي و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د پراختیا په حال کې ده او په دې برخه کې همکاري ډېره شوې ده.

