د بهرنیو چارو وزیر وایي هېڅ افغان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور نه مني

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، له «نیویارک ټایمز» سره په مرکه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بیا مېشتولو په اړه یې کړې ده.
متقي ویلي، هېڅ افغان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور نه مني او هېواد ته د بهرنیو ځواکونو بیا ستنېدل د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دي.

