د پنجشیر امنیه قوماندان: ازادي مو د تورې په زور ګټلې او ساتو یې

د پنجشېر امنیه قوماندان احمدالله بدر د اسد ۲۴مې په مناسبت ویلي، افغانستان ازادي د چا له لوري نه ده ورکړل شوې، بلکې د الله تعالی په نصرت او د مبارزې په پایله کې ترلاسه شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې مسوولان باید د ازادۍ ساتنې او اسلامي شریعت پلي کېدو لپاره شپه او ورځ کار وکړي، د خلکو نیوکې په پام کې ونیسي او د اصلاح لپاره ترې ګټه واخلي.
بدر همداراز له مسوولانو غوښتي چې د یتیمانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

