افغان سوداګریز پلاوی د نړیوال نندارتون لپاره تهران ته تللی

د افغانستان ـ ایران ګډې سوداګریزې خونې رییس کمالالدین توحید د افغان سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون د ۳۰ کسیز پلاوي په مشرۍ د ودانیز صنعت په نړیوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.
ټاکل شوې، دغه پلاوی به د نندارتون ترڅنګ له ایراني سوداګرو، پانګهوالو او اقتصادي فعالانو سره د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو پر فرصتونو خبرې وکړي.
تمه ده چې په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونه او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړل شي.

