د افغانستان او ګامبیا ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

په دوحه کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د ګامبیا له سفیر عمر جاهد سره لیدلي او پر دوهاړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو خبرې کړې دي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفارت ویلي، په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د موجودو فرصتونو پر ارزونه هم بحث شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ګامبیا په دې وروستیو کې عمر جاهد د افغانستان لپاره خپل سفیر ټاکلی دی.
بلخوا، په تهران کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر فضلمحمد حقاني د سړک او ترانسپورټ خیرخواهانو ټولنې له اجرائیه رییس حسین میرشفیع او یوه قطري شرکت له اجرائیه رییس سید حُقي سره کتلي دي.
د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د ترانزیټ په برخه کې د پانګونې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د پراختیا او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په دې برخو کې د پانګونې پر جلبولو هم ټینګار کړی دی.
اسلامي امارت تر اوسه یوازې له روسیې سره د رسمي پېژندنې اړیکه لري، خو په بېلابېلو هېوادونو کې یې سرپرست سفیران له بهرنیو چارواکو او استازو سره ناستې او لیدنې ترسره کوي.

