کونړ کې ۱۳.۷۳ ټنه نفریت ډبرې په داوطلبۍ وپلورل شوې

د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ په کلاول دویمه سیمه کې د ۱۳.۷۳ ټنه نفریت ډبرو د پلورلو داوطلبۍ، چې مخکې اعلان شوې وه، نن (سه‌شنبه) د کادستر او قراردادونو د تطبیق عمومي رییس عبدالرحمن رحماني په حضور کې ترسره شوه.

عبدالرحمن رحماني په مراسمو کې د سیمې شته ظرفیتونو او فرصتونو ته په اشاره، د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول او له نفریت ډبرو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه مهمه وبلله.

په داوطلبۍ کې یوه خصوصي شرکت د هر ټن نفریت ډبرې لپاره د یو میلیون او ۶۳۱ زره افغانیو وړاندیز کولو له امله ګټونکی اعلان شو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا