حقاني: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ ملي یووالی دې پیاوړی شي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، افغانان د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي، ورورولۍ او ملي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

نوموړي له قومي مشرانو او د بامیان له سیمه‌ییزو چارواکو سره په لیدنه کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او ټینګار یې کړی چې د هېواد امنیت او ثبات ساتل د حکومت او ولس ګډ مسؤولیت دی.

حقاني زیاته کړې، په تېرو وختونو کې د قوم، سیمې او ژبې پر بنسټ اختلافونه رامنځته شوي، خو اوس افغانان هڅه کوي ملي یووالی، ورورولي او همبستګي لا پیاوړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا