سوریې او سعودي عربستان د کابل د ښوونځي چاودنه وغندله

سوریې او سعودي عربستان په کابل کې پر یوه ښوونځي شوې چاودنه په کلکه غندلې او له افغانستان او افغان ولس سره یې خپله همبستګي څرګنده کړې ده.

په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو او کډوالو وزارت ویلي، دمشق د افغانستان، حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله څرګنده کړې ده.

چاودنه د دوشنبې په ورځ د کابل په دشت‌برچي سیمه کې شوې.

د معلوماتو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ ماشومان ټپیان شوي چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۴ کلونو پورې دي.

بلخوا، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم پېښه په کلکه غندلې او ټینګار یې کړی چې ریاض د هر ډول تاوتریخوالي، افراط‌پالنې او ترهګرۍ مخالف دی.

سعودي عربستان له افغان ولس سره خپله همدردي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر روغېدو هیله کړې ده.

ریاض همداراز هیله ښودلې چې افغانستان له دوامدارې سولې، امنیت او ثبات برخمن شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا