کرزي عایشه وهاب ته د کانګرس د بریا مبارکي وویله

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ته د افغانتوکمې عایشه وهاب د بریا له امله نوموړې ته مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د وهاب بریا په یوه نابرابره سیالۍ کې د افغان ښځو او نجونو وړتیا څرګندوي او ښيي چې دوی کولی شي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې اغېزمن حضور او ونډه ولري.
نوموړي عایشه وهاب ته د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، که افغان ښځو او نجونو ته په هېواد دننه او بهر مناسب فرصتونه برابر شي، کولی شي د ټولنې او هېواد په وده او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

