هواپېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د تالندې، برېښنا، ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
یادې ادارې نن (شنبه، زمري ۳۱مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په بدخشان، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو احتمال شته.
د اټکل له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ مليمترو پورې وي.
هواپېژندنې ادارې همداراز په شمالي، لوېدیځو، مرکزي او سوېلي ولایتونو کې د لنډمهالو تېزو بادونو، خاورو او دوړو د راولاړېدو خبرداری ورکړی چې چټکتیا به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې وي.
دغه اټکلونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد په ختیځو ولایتونو کې سختو ورښتونو او سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
همداراز، زرګونه کورونه په بشپړه او زرګونه نور په نسبي ډول زیانمن شوي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

