اڅکزي: پاکستان دې له افغانستان سره د دښمنۍ پر ځای د خبرو لاره غوره کړي

پاکستاني اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي له حکومت څخه غوښتي چې له افغانستان سره د دښمنۍ له سیاست څخه لاس واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د خبرو اترو لاره غوره کړي.
نوموړي د مخالفو ګوندونو یوې غونډې ته، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن په کوربهتوب جوړه شوې وه، ویلي، که حکومت ادعا کوي چې افغانستان له پاکستان سره دښمنانه چلند کوي، نو باید خپلې ادعاوې په روښانه شواهدو ثابتې کړي.
اڅکزي همداراز له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف غوښتي چې له سعودي عربستان او ترکیې سره د وروستي دفاعي تړون په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
هغه وړاندیز کړی چې ایران او مصر هم د یاد دفاعي تړون برخه وګرځول شي، څو د نوموړي په وینا، د اسلامي هېوادونو ګډ دفاعي ځواک رامنځته شي.

