افغانستان او هند د شل‌اوریزو سیالیو د نېټو پر بدلون خبرې کوي

د «اوت‌لوک انډیا» د راپور له مخې، ټاکل شوې راتلونکې میاشت د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو درې‌لوبیزه لړۍ ترسره کړي؛ خو امکان لري چې مهالوېش یې په راتلونکو ورځو کې بدل شي.

راپور وایي، د افغانستان کرکټ بورډ او د هند کرکټ کنټرول بورډ ترمنځ د سیالیو د نېټو څو ورځې مخکې کولو په اړه خبرې روانې دي.

د وړاندیز له مخې، سیالۍ به د سپټمبر پر ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه ترسره شي، حال دا چې اوسنی رسمي مهالوېش یې ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه ښيي.

ټاکل شوې درې واړه لوبې د نوي ډیلي په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.

ویل کېږي چې د سپټمبر ۱۴مه له «ګنېش چاتورتي» جشن سره هم‌مهاله ده او افغان کرکټ بورډ تمه لري چې په دې ورځ د سیالۍ ترسره کېدل به د نندارچیانو او تلویزیوني لیدونکو شمېر زیات کړي.

تر اوسه د مهالوېش بدلون وروستۍ بڼه نه ده خپله کړې او د هند کرکټ بورډ هم دغه وړاندیز په رسمي ډول نه دی تایید کړی.

د نېټو هر ډول بدلون د دواړو کرکټ بورډونو وروستۍ هوکړې ته اړتیا لري.

که وړاندیز شوی مهالوېش تایید شي، د سپټمبر پر ۱۱مه، ۱۳مه او ۱۴مه به درې واړه لوبې ترسره شي؛ خو تر رسمي هوکړې پورې د ۱۳مې، ۱۵مې او ۱۷مې نېټې اوسنی مهالوېش معتبر دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا