هلمند کې د ۱۷ زره کیلوګرامه توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

د هلمند والي ویاند محمدقاسم ریاض ویلي، په لښکرګاه ښار، بهرامچې او ګرمسېر ولسوالیو کې بېلابېل توکي نیول شوي دي.

هغه ویلي، په نیول شویو توکو کې انساني او حیواني درمل، ټوکر او یو شمېر نور توکي شامل دي. د نوموړي په وینا، د دغو توکو په تړاو ۱۱ عرادې موټر او ۱۵ کسان هم نیول شوي دي.

ریاض زیاته کړې، تر اوسه څرګنده نه ده چې یاد توکي له کوم ځایه کوم ځای ته لېږدول کېدل.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا