د خراسان رضوي والي: افغانستان له ایران سره د همکارۍ ښه روحیه لري

د ایران د خراسان رضوي والي غلامحسین مظفري ویلي، اسلامي امارت په وروستۍ جګړه کې له ایران سره سیاسي همکاري کړې او د امریکا له اقتصادي وړاندیزونو سره سره یې امریکايي ځواکونو ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د ایران پر ضد وکاروي.
مظفري دا څرګندونې د شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته کړې او ویلي یې دي چې افغانستان تر اوسه له ایران سره «ښه همکاري» کړې ده.
هغه زیاته کړې، ایران له افغانستان سره د تېلو، برېښنا او ترانزیټ په برخو کې همکارۍ ته دوام ورکوي او تمه لري چې دغه اړیکې د اوبو برخې ته هم وغځېږي.
د خراسان رضوي والي ویلي، د اسلامکلا ـ دوغارون پر پوله د سوداګریزو موټرو ورځنی تګ راتګ ۱۷۰۰ موټرو ته لوړ شوی او په تېرو درېیو کلونو کې د پولې وضعیت د پام وړ ښه شوی دی.
د نوموړي په وینا، له افغان لوري سره د سرحدي ستونزو د هواري لپاره څو هوکړې هم عملي شوې دي.
هغه زیاته کړې چې لا هم د پولې مدیریت او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې ځینې موضوعات شته، خو د ایران موخه دا ده چې دوغارون د موټرو د درېدو پر ځای د تګ راتګ او ترانزیټ پر اسانتیاوو بدل شي.
مظفري ویلي، د «هوښیارې پولې» رامنځته کولو لپاره هم هڅې روانې دي، څو ترانزیټي موټر له لږ ځنډ او منظم بهیر سره خپل مسیر ووهي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان او ایران ترمنځ د همغږۍ او همکاریو له پراخېدو سره به په دوغارون پوله کې د تګ راتګ وضعیت لا ښه شي.

