ګیني کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۳۰ کسان مړه او ۲۲ ټپیان شوي دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ګیني په یوه سیمه کې د سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ځمکې ښویېدو پر مهال ګڼ استوګنیز کورونه تر خاورو لاندې شوي او لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په وژل شویو کسانو کې د یوې ښځې پنځه ماشومان هم شامل دي.
د ګیني چارواکو ویلي، د پېښې په اړه به کره څېړنه ترسره شي، څو یې اصلي لاملونه معلوم او اړین اقدامات وشي.
په ګیني کې تر دې وړاندې هم د ځمکې ښویېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې چې خلکو ته یې مرګژوبله اړولې ده. سخت ورښتونه او زلزلې د ځمکې ښویېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

