ګیني کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۳۰ کسان مړه او ۲۲ ټپیان شوي دي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د ګیني په یوه سیمه کې د سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ځمکې ښویېدو پر مهال ګڼ استوګنیز کورونه تر خاورو لاندې شوي او لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په وژل شویو کسانو کې د یوې ښځې پنځه ماشومان هم شامل دي.

د ګیني چارواکو ویلي، د پېښې په اړه به کره څېړنه ترسره شي، څو یې اصلي لاملونه معلوم او اړین اقدامات وشي.

په ګیني کې تر دې وړاندې هم د ځمکې ښویېدو ګڼې پېښې رامنځته شوې چې خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. سخت ورښتونه او زلزلې د ځمکې ښویېدو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا