اسلامي امارت په یو شمېر ملکي او امنیتي بستونو کې نوې ګومارنې وکړې

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د رهبر حکم پر بنسټ په یو شمېر ملکي او امنیتي بستونو کې تازه ګومارنې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال رحمتالله نجیب د بدخشان والي، د سرپل پخوانی والي احمدشاه دیندوست د بدخشان امنیه قوماندان او د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې پخوانی مرستیال عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ټاکل شوي دي.
همداراز، د بدخشان پخوانی والي محمداسماعیل غزنوي د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو ساتنې او څارنې مرستیال، د لغمان پخوانی والي بختیار معاذ د سرپل والي او د بدخشان پخوانی امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو چارو رئیس ټاکل شوي دي.
مجاهد ویلي، دغه بدلونونه په بدخشان، سرپل او کندهار ولایتونو کې د کورنیو چارو او ټولګټو چارو وزارتونو په یو شمېر ملکي او امنیتي بستونو کې رامنځته شوي دي.

