د امریکا د سيآیاې مشر ناڅاپي مسکو ته تللی

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيآیاې) مشر جان راتکلیف د سېشنبې په ورځ مسکو ته تللی، څو له روسي چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
دغه ناڅاپي سفر د امریکا او روسیې ترمنځ د اړیکو او د سیمې د روانو کړکېچونو په تړاو د پام وړ بلل شوی دی.
دا له ۲۰۲۱ کال نومبر راهیسې مسکو ته د یوه لوړپوړي امریکايي استخباراتي چارواکي لومړنی پېژندل شوی سفر دی.
هغه مهال د راتکلیف مخکیني، ویلیام برنز، له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.
سيآیاې تر اوسه د راتکلیف سفر په اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم سفر نه دی تایید کړی؛ خو ویلي یې دي چې پوتین له راتکلیف سره د لیدنې کوم پلان نه لري.
د احتمالي خبرو موضوع او د روسي لوري د ګډون کوونکو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
راپورونه ښيي چې امریکا تېره اوونۍ له اوکراین غوښتي وو څو د دوشنبې، سېشنبې او چهارشنبې په ورځو د مسکو، سنپترزبورګ او د روسیې په ځینو شمالي سیمو کې له هوايي بریدونو ډډه وکړي.
ویل شوي، د دې غوښتنې یوه موخه مسکو ته د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د لېږدوونکې الوتکې د سفر خوندیتوب و.
د راتکلیف سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د روسیې او ایران ترمنځ ستراتېژیکې اړیکې او له لوېدیځ سره د دواړو هېوادونو تعاملات هم د نړیوالو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
مسکو او تهران په پوځي، اقتصادي او ډیپلوماتیکو برخو کې نږدې همکاري لري.
روسیې تر دې وړاندې د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو او ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ څرګند کړی و.
په همدې حال کې، د راتکلیف سفر د روسیې، اوکراین او نورو سیمهییزو موضوعاتو په تړاو د احتمالي ډیپلوماتیکو هڅو د دوام په توګه هم ارزول کېږي.

