ستره محکمه: په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره بندیان عفو شوي دي

ستره محکمه وايي، په تېرو پنځو کلونو کې ۱۶ زره او ۴۶۰ بندیان د اسلامي امارت رهبر په هدایت او د سترې محکمې رئیس په حکم عفو او له بند څخه خوشې شوي دي.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

یاده اداره وايي، اوس مهال په هېواد کې ۱۴ نظامي محکمې فعالیت کوي.

د سترې محکمې رئیس هم په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د خلکو ستونزو حل او د قضايي بهیر د ښه والي په اړه خبرې کړې دي.

سترې محکمې په خپلو وروستیو راپورونو کې هم د بندیانو د عفوې او د بند مودې د کمولو خبر ورکړی؛ په یوه تازه مورد کې ۳ زره او ۲۰۴ بندیان خوشې شوي او د ۴ زره او ۳۱۷ نورو د بند موده کمه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا