نیپال او چین کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۲۶ ته ورسېد؛ ۲۵۰۰ کسان لادرکه دي

د نیپال او چین پر ګډه پوله د سختو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۶۲۶ کسانو ته رسېدلی او نږدې ۲۵۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.
راپورونه وايي، په چین کې د دغو سېلابونو له امله تر اوسه د اوو کسانو مړینه او د ۵۵۸ نورو ټپي کېدل هم تایید شوي دي.
د نیپال چارواکو په وینا، سېلابځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي او ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
سېلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي دي.
په ورته مهال، افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو د نیپال او چین له ولسونو سره خواخوږي څرګنده کړې او په دې طبیعي ناورین کې یې پر اوښتې مرګژوبلې خواشیني ښودلې ده.
وړمه ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پر دغه ناورین خپګان څرګند کړی او د بېړنیو مرستو ډاډ یې ورکړی و.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې سېلابونو پراخې سیمې نیولې او ګڼو کورونو او تاسیساتو ته یې زیان اړولی دی.

