افغانستان کې د امنیت ټینګښت لپاره له ۱۰۰ زرو ډېرې پرمختللې کمرې نصب شوې

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول هېواد کې څه باندې ۱۰۰ زره پرمختللې امنیتي کمرې نصب شوې دي او هڅه کوي چې د امنیتي اړتیاوو له مخې یې شمېر نور هم زیات کړي.
د دغه وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، امنیتي کمرې د امنیت ټینګښت، مجرمینو پېژندنې او جنایي پېښو څېړنې کې اغېزناک رول لري.
نوموړي زیاته کړې چې وزارت هڅه کوي د څارنې سیستمونه لا هوښیار کړي او پرمختللې کمرې نصب کړي.
قانع ویلي، پر لویو لارو، بندرونو، هوايي ډګرونو، بازارونو او په ځانګړي ډول د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د لوړ کیفیت امنیتي کمرې نصب شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت په ۱۴۰۱ کال کې لومړی کابل کې د امنیتي کمرو د نصب لړۍ پیل کړه او وروسته یې نورو ولایتونو ته هم پراخه کړه.

