غزني کې د نږدې ۶ زره زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو سیالۍ پیل شوې

د غزني پوهنې ریاست او الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډه، د ولایت مرکز او ۱۵ ولسوالیو کې د ۵۸۰۰ زده‌کوونکو ترمنځ د عقایدو په برخه کې علمي سیالۍ پیل کړې دي.

د غزني پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغو سیالیو موخه د زده‌کوونکو علمي وړتیاوو لوړول او د دیني زده‌کړو د لا پیاوړتیا لپاره زمینه برابرول دي.

د مسوولینو په وینا، د سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به ۱۰ غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جایزې ورکړل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا