لوګر کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي

د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان مړه شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه نن پنجشنبه د وږي په ۲۶مه رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د «پریس» موټر چلوونکي د لوړ سرعت او بېاحتیاطۍ له امله موټر له کنټروله وتلی او چپه شوی، چې په پایله کې یې درې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

