کندهار کې د ۱۸.۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چکډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، کندهار کې د ۱۸ میلیونه، ۴۸۳ زره او ۳۷۳ افغانیو په لګښت جوړ شوی لوی چکډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه چکډېم د شاولیکوټ ولسوالۍ کښته برخه کې د کندلان کلي په ګړنګ سیمه کې جوړ شوی، ۱۳.۵ متره لوړوالی او ۱۴۸ متره اوږدوالی لري او د زرګونو متره مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

د خبرپاڼې له مخې، د چکډېم د دېوال ساتنې او د اوبو فشار پر وړاندې د مقاومت لپاره اړین حفاظتي تأسیسات هم جوړ شوي او پروژه په نږدې ۱۱ میاشتو کې بشپړه شوې ده.

وزارت وايي، دغه چکډېم به شاوخوا ۳۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او نږدې ۱،۸۰۰ کسان به ترې ګټه واخلي.

چارواکي تمه لري چې پروژه به د اوبو کمښت، وچکالۍ او سېلابونو ستونزو په کمولو او د ځمکې لاندې اوبو کچې په لوړولو کې هم مرسته وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا