حامد کرزي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان پوځي رژیم هوايي بریدونه وغندل

حامد کرزي، د افغانستان پخواني ولسمشر، د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي.
نوموړي ویلي، دغو بریدونو د کونړ او پکتیکا ولایتونو ځینې سیمې په نښه کړې دي.
کرزي یاد بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې او له قربانیانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
هغه د پاکستان اوسني امنیتي وضعیت د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسم سیاست پایله بللې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې خپلې تګلارې له سره وڅېړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې پاکستان باید له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې د ښه ګاونډیتوب، دوستانه اړیکو او متمدن تعامل لاره غوره کړي.

