د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د افغانستان د هوايي حریم د نقض او په کونړ او پکتیکا کې پر ملکي سیمو او تأسیساتو د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو احضار کړی دی.
وزارت ویلي، په دې لیدنه کې یې د پاکستان هوايي بریدونو په غبرګون کې رسمي اعتراضلیک نوموړي ته سپارلی او یاد بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللي دي.
وزارت همداراز د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې وروستي امنیتي پېښې له افغانستانه سرچینه اخلي او ویلي یې دي، اسلاماباد باید د خپلو امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره پر اصلي لاملونو تمرکز وکړي، نه پر نورو هېوادونو د مسوولیت اچولو هڅه وکړي.

