کرزي د فریبا هاشمي د سپینو زرو مډال وستایه

د افغانستان بایسکلځغلونکې فریبا هاشمي د جاپان په ناګویا ښار کې د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو د ښځو په سړک بایسکلځغلونې سیالۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
هغې سیالي په دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې بشپړه کړه او دویم مقام یې خپل کړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه کې د فریبا هاشمي دغه بریا ستایلې او هغې او نورو افغان ورزشکارانو ته یې د لا ډېرو بریاوو هیله کړې ده.
د فریبا هاشمي سپینو زرو مډال د افغانستان لپاره په دغو اسیايي لوبو کې لومړنی مډال بلل شوی دی.

