پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه؛ اسلاماباد د سعودي عربستان له ملاتړه ځان باسي

پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې یو شمېر کارپوهان وایي، اسلاماباد ښایي د دغو بریدونو له لارې خپلې کورنۍ ستونزې او ناکامۍ تر سیوري لاندې کړي.
کارپوهان ادعا کوي چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه د دغه هېواد د استخباراتي ادارې، ایاېساې، له طرحو سره تړاو لري.
د دوی په وینا، اسلاماباد هڅه کوي له دغو بریدونو څخه د خپلو کورنیو او سیمهییزو ستونزو په مدیریت کې ګټه واخلي.
دوی همداراز ادعا کوي چې د اسلاماباد په ګډون په پاکستان کې د ځینو چاودنو او پېښو مسوولیت د دغه هېواد استخباراتي ادارې ته متوجه دی او وروسته یې پړه پر اسلامي امارت اچول کېږي.
کارپوهانو ویلي، په کوهاټ کې وروستۍ چاودنه هم د پاکستان پوځي رژیم د استخباراتي ادارې کار و او په وینا یې، موخه یې د نوې فتنې او ناامنۍ لپاره د زمینې برابرول وو.
د دوی په خبره، که پر افغان خاوره بریدونه دوام وکړي، اسلامي امارت به د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د خپل دریځ له مخې لازم اقدامات وکړي.
کارپوهانو ادعا کړې چې د پاکستان د مهمو پوځي تاسیساتو، پوځي زېربناوو، پرمختللو پوځي وسایلو او ځینو مهمو ملکي تاسیساتو معلومات له وړاندې راټول شوي او د اړتیا په صورت کې به په نښه شي.

