یونان کې چاودنې څلور امریکایان وژلي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په یونان کې د ګازو یوې ډبې له چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي، چې څلور یې امریکايي وګړي دي.
راپورونه، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په حواله خپاره شوي، وایي پېښه د ګازو یوې ډبې له چاودنې وروسته رامنځته شوې او یو شمېر کسان پکې ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې دقیق علت په رسمي ډول نه دی روښانه شوی او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

