کرزي: په کنړ او هلمند کې د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره تېری دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کنړ او هلمند کې پر استوګنیزو سیمو د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په اړه غبرګون ښودلی دی.
کرزي په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، په دغو بریدونو کې چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، یو شمېر هېوادوال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
نوموړي له زیانمنو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او وژل شویو ته یې د جنت او ټپیانو ته د ژر روغېدو دعا کړې ده.
پخواني ولسمشر د پاکستاني ځواکونو دغه بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د هېواد ملي حاکمیت نقض بللي دي.
هغه ویلي، افغانان به د بهرني تېري پر وړاندې په یووالي له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان ښځو او ماشومانو وژلو پر ځای خپلې پالیسۍ او هغه پلانونه بیا وڅېړي چې د ده په وینا، د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ سبب کېږي.
هغه همداراز له پاکستانه غوښتنه کړې چې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متمدنانه اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي.

