غزه کې د ۱۷ ورځو لټون وروسته د ۱۰۵ فلسطینیانو جسدونه را ایستل شوي

د غزې ملکي دفاع ادارې وایي، د غزې ښار په مرکز کې د یوه استوګنیز بلاک له کنډوالو څخه د ۱۷ ورځو لټون وروسته د ۱۰۵ فلسطینیانو جسدونه او پاتې شوني را ایستل شوي دي.
دغه ودانۍ د اسرائیلي بریدونو پر مهال ویجاړه شوې وه.
د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د «التاج» سیمې اوسېدونکي او کورنۍ د خپلو وژل شویو خپلوانو د پېژندنې او مخه ښې لپاره راټول شوي وو.
د ژغورنې ډلې له کنډوالو څخه را ایستل شوي جسدونه، چې په کفنونو کې نغښتي وو، د سیمې په منځ کې په کتارونو کې اېښودل.
دغه عملیات د یوه مصري کمېټې په همغږۍ ترسره شوي دي.
د غزې ملکي دفاع ویاند محمود بصل ویلي، په را ایستل شویو کسانو کې ملکي وګړي شامل دي او د دوی د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
د یوه قرباني مور تخرید الهنّاوي ویلي، لور یې عالیه رمزي الهنّاوي چې ډاکټره وه، له خپل مېړه او څلورو ماشومانو سره وژل شوې ده.
هغې ویلي، د خپلې کورنۍ د پاتې شونو له موندلو وروسته یې د هغوی د درناوي وړ ښخولو فرصت ترلاسه کړ.
د سیمې یوه اوسېدونکي فواز زیاره ویلي، شاوخوا ۳۰۰ کسان په دغه استوګنیز بلاک کې د برید پر مهال وژل شوي او لا هم د نورو کسانو جسدونه تر کنډوالو لاندې پاتې دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر میاشتې د اوربند له پیل وروسته د سرغړونو په پېښو کې ۱،۴۳۱ فلسطینیان وژل شوي او ۵،۰۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۴ زرو او د ټپیانو شمېر له ۱۷۵ زرو اوښتی دی.

