اسلام‌کلا بندر کې اورلګېدنې ۱۵ ټانکر سوځولي او درې یې زیانمن کړي

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، د اسلام‌کلا بندر کې د تېر ماښام اورلګېدنې له امله ۱۵ ټانکر په بشپړه توګه سوځېدلي او درې نور زیانمن شوي دي.

د هرات اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې ویلي، اورلګېدنه اوس مهار شوې او د نورو زیانونو مخه نیول شوې ده.

د اور وژنې ډلې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم سیمې ته استول شوې وې.

مسوولین وایي، تر اوسه د اورلګېدنې علت نه دی معلوم شوی او په اړه به یې نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

اسلام‌کلا د هرات مهم سوداګریز بندر دی چې هره ورځ ګڼ شمېر موټر ورته تګ راتګ کوي.

ځینو سرچینو د پېښې له امله د لسګونو ټانکرونو د سوځېدو او د میلیونونو افغانیو د زیان ادعا کړې، خو مسوولینو تر اوسه یوازې د ۱۵ ټانکرونو د بشپړ سوځېدو او درېیو نورو د زیانمنېدو خبره کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا