مهترلام کې سلګونه امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار په بېلابېلو مهمو سیمو کې سلګونه امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کمرې به د ښار امنیتي وضعیت ۲۴ ساعته څاري او د جنایي پېښو په مخنیوي، د جرمونو عاملانو په پېژندلو او د پېښو د څرنګوالي په معلومولو کې به له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
مسوولان وايي، د امنیتي کمرې سیستم فعالول به د ښار د امنیتي وضعیت په ښه څارنه کې هم اغېزمن تمام شي.

