بغلان کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي

د بغلان مسوولین وايي، په دغه ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د بغلان ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، لومړۍ پېښه د پلخمري ښار په سنګ‌سلاخ سیمه کې د یوه موټرسایکل او کرولا موټر ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې یې موټرسایکل‌چلوونکي ژوند بایللی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دویمه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي سیمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله شوې، چې یوه ښځه پکې مړه او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

مسوولین له موټرچلوونکو غواړي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول مراعات او د ځان او نورو مسافرو خوندیتوب ته پام وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا