جاپان کې امریکايي سرتېری د ښځې د وژنې په تور نیول شوی

د جاپان د اوکیناوا پولیسو ویلي، د امریکا د سمندري ځواکونو یو ۲۰ کلن سرتېری، دیوین جیکب بالارډ، د ۳۹ کلنې جاپانۍ ښځې، انا یاګي، د وژنې او غلا په شک نیول شوی دی.
پولیسو ویلي، بالارډ د اوکیناوا په ناها ښار کې په یوه هوټل کې د انا یاګي د وژنې په تړاو نیول شوی او تورونه یې رد کړي دي.
نوموړی په فوتینما کې د سمندري ځواکونو په هوايي اډه کې ځای پر ځای و.
د رویټرز په وینا، امریکايي پوځي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونه نه ده کړې.
جاپاني پولیسو ویلي، پلټنې روانې دي او د پېښې د انګېزې او نورو شواهدو په اړه یې جزئیات نه دي خپاره کړي.
د پېښې له امله یو ځل بیا په اوکیناوا کې د امریکايي ځواکونو د حضور موضوع مطرح شوې، ځکه دغه سیمه د امریکا ګڼ شمېر پوځي اډې لري او په تېرو کلونو کې د امریکايي ځواکونو د ورته پېښو له امله د ځايي خلکو ترمنځ اعتراضونه هم شوي دي.

