مسقط کې د افغانستان او ازبکستان استازو لیدنه وکړه

په عمان کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست حافظ عمر، مسقط کې د ازبکستان له سفیر عبدالسلام خاتموف سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې پر دوهاړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو خبرې شوې او دواړو لورو د ښو اړیکو د دوام لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

