لاوروف: په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو پوځي حضور نه منو

سرګي لاوروف، د روسیې بهرنیو چارو وزیر، د مسکو فورم اتمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ویلي، مسکو به په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو هر ډول پوځي زېربنا، په هر نوم او هر پلمه، ونه مني.
لاوروف زیاته کړې، د تېرو څو لسیزو تجربې ښيي چې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور د بېثباتۍ او شخړو د زیاتېدو لامل کېدای شي.
نوموړي همداراز د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل د وړتیاوو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د مالي، تخنیکي او مسلکي مرستو برابرول د ټولو خواوو په ګټه دي.
لاوروف د افغانستان بشري وضعیت هم ستونزمن بللی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې یې ویلي، راتلونکی ژمی به له ۱۷ میلیونو ډېر افغانان د خوړو له کمښت سره مخ شي او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان به بشري مرستو ته اړتیا ولري.
هغه ویلي، روسیه به افغانستان ته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او ټاکل شوې، په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې د دغه هېواد بله مرستندویه محموله افغانستان ته ولېږدول شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، افغان چارواکو د سیمهییزو انرژۍ پروژو، په ځانګړي ډول ټاپي، د پلي کېدو پر ژمنتیا بیا ټینګار کړی دی.
د هغه په وینا، افغانستان کې د برېښنا پراختیا لپاره پنځه کلن پلان هم تصویب شوی او تېر کال له څه باندې ۱۰۰ هېوادونو سره د افغانستان بهرنی سوداګریز راکړه ورکړه ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

