ګوترېش د درې‌ورځني سفر لپاره اسلام‌اباد ته ورسېد

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش د درې‌ورځني سفر په ترڅ کې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ګوترېش به د اکتوبر له ۶مې تر ۸مې په اسلام‌اباد کې پاتې شي او له پاکستاني چارواکو سره به پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، سرپرست وزیر نبیل منیر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي هرکلی کړی دی.

پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړی و چې ګوترېش به پاکستان ته سفر وکړي او له دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره به لیدنې ولري.

پاکستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سفر داسې مهال ترسره کېږي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند او پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو پراخ لاریونونه پیل کړي او هڅه کوي اسلام‌اباد ته داخل شي.

لاریونوال له پاکستاني حکومت غواړي چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان ژر تر ژره خوشی کړي.

بلخوا، پاکستاني حکومت اسلام‌اباد ته ټولې لارې د لاریونوالو پر مخ تړلې دي او یو شمېر چارواکو د لاریونوالو پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا