پزشکیان: له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، هېواد یې له خپلو ګاونډیو سره د اړیکو لا پراختیا او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي او تر اوسه یې د امریکا له لوري د بندیزونو او فشارونو هڅې شنډې کړې دي.
پزشکیان د ایران ګاونډي هېوادونه «غوره» بللي او ویلي یې دي، تهران به له خپلو ګاونډیو سره اړیکې او همکارۍ لا پراخې او پیاوړې کړي.
د ایران ولسمشر تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د امریکا بندیزونه پر ایران اغېز نه شي کولای او ایران له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې لري.
بلخوا، د امریکا خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر خبرداری ورکړی، هغه بهرني مالي بنسټونه به له بندیزونو سره مخ شي چې له ایران مالي سکتور سره راکړې ورکړې کوي.
دغه دفتر ویلي، هغه بهرني بنسټونه له جدي ګواښ سره مخ دي چې ایران ته نړیوال مالي نظام ته د لاسرسي زمینه برابروي.
په دې وروستیو کې امریکا پر ایران خپل بندیزونه زیات کړي دي.
یو شمېر ایراني چارواکو په غبرګون کې دغه اقدامات د واشنګټن پخوانۍ ناکامې تګلارې بللې او ویلي یې دي، چې دا ډول فشارونه به د ایران پر دریځ اغېز ونه کړي.

