برادر: بندیزونه د افغانستان د اقتصاد مخه نه شي نیولای

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، پر افغانستان لګېدلي نړۍوال بندیزونه نه د پانګونې مخه نیولی شي او نه هم د هېواد اقتصاد کمزوری کولی شي.

نوموړي دا څرګندونې په جوزجان ولایت کې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې د عملي چارو د پیل په غونډه کې کړې دي.

برادر ویلي، هڅه کېږي له بهر څخه د خامو موادو واردات راکم شي او په کور دننه د هغو د تولید او برابرولو زمینه برابره شي.

هغه له هېوادونو غوښتي چې د بندیزونو پر ځای له افغانستان سره اقتصادي او سیاسي همکارۍ ته لار غوره کړي.

د اقتصادي مرستیال په وینا، د اقتصادي ودې او اوږدمهاله پرمختګ لپاره اړینه ده چې د بهرنیو وارداتو پر ځای کورني تولیدات پیاوړي شي او د ځان‌بسیا لوری ونیول شي.

دکمه بازگشت به بالا