بغلان کې د فولادو فابریکې پر جوړېدو خبرې شوې

د بغلان ولایت مقام وایي، د «افتاب شرق» چینايي شرکت مشر لي جیون له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې د وسپنې کانونو کې پانګونې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکې جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، لي جیون ویلي چې پر ۳۰ هکتاره ځمکه د فولادو عصري تولیدي فابریکه هغه مهال جوړېږي چې د بغلان کانونه لږ تر لږه ۱۵ میلیون ټنه د وسپنې زیرمه ولري.
د هغه په وینا، د فابریکې په فعالېدو سره به له درې زره تر پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
بلخوا والي ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به د نافذه قوانینو پر بنسټ د وسپنې استخراج او فابریکې جوړېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

