تېر کال په سرپل کې څه باندې ۳ زره بریالي عملیات شوي

عامې روغتیا وزارت وایي، تېر ۱۴۰۴ کال کې د سرپل ولایتي روغتون کې ۳ زره ۹۶ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د وزارت په وینا، له دغو عملیاتو ۱ زره ۹۵۵ لوی او ۱ زره ۱۴۱ کوچني عملیات وو، چې د مسلکي او مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، دا شمېرې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.
عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي، په همدې موده کې ۱۵ زره ۲۹۰ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۹۳ زره ۱۳۳ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
وزارت وړاندې ویلي، اوس په هېواد کې ګڼ داسې جراحي عملیات ترسره کېږي چې پخوا به ناروغانو د ترسره کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل.
مسوولین زیاتوي، هڅې روانې دي چې په لرې پرتو سیمو کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه پیاوړي او پراخ شي، خو لا هم د ځینو سیمو اوسېدونکي د روغتیایي خدماتو له کمښت شکایت لري.

