جاپان افغان محصلینو ته بورسونه اعلان کړل

کابل کې د جاپان سفارت اعلان کړی، چې د ۲۰۲۷ میلادي کال لپاره د افغان محصلینو د MEXT تحصیلي بورسونو پروګرام پیل شوی دی.
د سفارت په وینا، دغه بورسونه د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت له لوري وړاندې کېږي او د زدهکړو لګښتونه، د سفر ټکټونه او میاشتنی امتیاز هم پکې شامل دي.
د دې پروګرام له مخې، افغان محصلین کولی شي د ماسټرۍ، دوکتورا او څېړنیزو زدهکړو لپاره د جاپان پوهنتونونو ته غوښتنلیکونه واستوي.
سفارت له محصلینو غوښتي، چې د نوملیکنې او نورو جزییاتو لپاره د MEXT پروګرام رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړي.

