جرمني بله چارټر الوتکه د افغان کډوالو د ستنولو لپاره کابل ته لېږلې

د جرمني ورځپاڼې «شپیګل» راپور ورکړی چې د جرمني حکومت تېره شپه د افغان کډوالو یوه بله چارټر الوتکه کابل ته لېږلې ده.

شپیګل زیاتوي، جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو تګلاره روانه ساتلې او دا لړۍ په منظم ډول دوام لري.

تر دې مخکې اروپايي کمېسیون ویلي و چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه په بلجیم کې خبرې روانې دي او د دې لپاره د افغان پلاوي د بلنې امکان هم شته.

د اروپايي هېوادونو په باور، دغه کسان هغه کډوال دي چې په کوربه هېوادونو کې یې د قانون خلاف کړنې ترسره کړې دي.

دکمه بازگشت به بالا